مهم خبرونهنړیوال

ترامپ د امريکا د ۶۶ نړيوالو بنسټونو څخه د وتلو فرمان لاسليک کړ

سپينې ماڼۍ اعلان کړی چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې هېواد د ۶۶ نړيوالو بنسټونو او سازمانونو څخه د وتلو ولسمشرۍ فرمان لاسليک کړی دی. د امريکايي چارواکو په وينا، دا اقدام د ملي ګټو د بيا ارزونې پر بنسټ ترسره شوی دی.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، په دغه فرمان کې راغلي چې دا سازمانونه نور د امريکا د ګټو لپاره کار نه کوي. د سپينې ماڼۍ چارواکو د زياتو جزئياتو له څرګندولو پرته ټينګار کړی چې په دغو بنسټونو کې د امريکا دوامداره غړيتوب سياسي او اقتصادي توجيه نه درلود.

دغه پرېکړه د هغه لوري دوام دی چې ټرمپ د بېرته سپينې ماڼۍ ته تر ستنېدو وروسته غوره کړ. نوموړي تېر کال هم څو اجرايي فرمانونه لاسليک کړي وو چې له مخې يې امريکا يو ځل بيا د پاريـس د اقليمي هوکړې او د نړيوالې روغتيا له سازمان څخه ووتله.

په ورته مهال، د امريکا د بهرنيو چارو وزير، مارکو روبايو، د ۶۶ نړيوالو سازمانونو څخه وتل د امريکا د ادارې د هغه بيا کتنې برخه بللې چې ده يې د «ناکارو» بنسټونو د ارزونې هڅه بللې ده. روبايو ادعا کړې چې دغه بنسټونه د هغو اړخونو تر اغېز لاندې وو چې هڅه يې کوله خپلې کړنلارې د امريکا د ګټو پر ضد پر مخ يوسي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير دا هم ويلي چې ولسمشر ټرمپ د امريکايي اتباعو د بوديجې دوامداره مصرف د دغو نهادونو لپاره د منلو وړ نه ګڼي او ټينګار کوي چې دا لګښتونه بايد بند شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button