جمعيت اسلامي د تخار او بدخشان د اوسېدونکو وژنه وغندله

د صلاحالدين رباني په مشري د جمعيت اسلامي ګوند د تخار او بدخشان ولايتونو د اوسېدونکو وژنه، چې د طالبانو له اړوند سرو زرو کيندونکو سره د نښتې وروسته شوې، په کلکه غندلې او دا يې د سيمهييزو خلکو د حقونو څرګنده سرغړونه بللې ده.
دغه ګوند د پنجشنبې په ورځ، د جدي اتلسمه، په يوه اعلاميه کې ويلي چې د سيمهييزو خلکو اعتراض د سرو زرو د کانونو پر ناقانونه استخراج او غلا مشروع او قانوني حق دی او د دغه اعتراضونو د تاوتريخوالي له لارې ځپلو هېڅ ډول توجيه نهشي کېدای.
په اعلاميه کې راغلي چې د طالبانو اداره د طبيعي زېرمو په غلا او د چاپېريال په ويجاړولو سره خپل ظلم له ټولنيزو، فرهنګي او سياسي برخو هاخوا پراخ کړی دی، او اوس د افغانستان طبيعت او چاپېريال هم د دغو تګلارو قرباني شوی دی. جمعيت اسلامي ټينګار کړی چې طالبان د هېواد کانونه، په ځانګړې توګه د تخار او بدخشان کانونه، د جنګي غنيمت په توګه ګڼي.
دغه ګوند خبرداری ورکړی چې د سيمهييزو اوسېدونکو وژنه نه يوازې دا چې د اعتراضونو مخه نه شي نيولی، بلکې د طالبانو پر ضد د خلکو کرکه او مبارزه به نوره هم زياته کړي. په اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې طالبان د تخار او بدخشان له خلکو سره هېڅ ډول مشروعيت او اعتبار نه لري او په پای کې به د افغان ولس د غوسې او عدالت غوښتنې له څپې سره مخ شي.
په ورته وخت کې، د طالبانو اداره منلې چې د تخار د چاهآب ولسوالۍ په يوه نښته کې، چې د دغې ډلې اړوند د سرو زرو کيندونکو او سيمهييزو خلکو ترمنځ رامنځته شوې، درې تنه وژل شوي دي. د راپورونو له مخې، د يادې ولسوالۍ اوسېدونکو څلور ورځې وړاندې د ناقانونه سرو زرو د استخراج پر ضد اعتراض کړی و.




