مهم خبرونهنړیوال

د اکسيوس راپور: ټرمپ ښايي د غزې د سولې شورا اعلان کړي

د روسیا الیوم شبکې د راپور له مخې، د اکسيوس خبري وېبپاڼې د امریکايي چارواکو له قوله ویلي چې امکان شته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ راتلونکې اونۍ د «غزې د سولې شورا» د جوړېدو اعلان وکړي.

د راپور له مخې، دغه چارواکي وايي دغه اقدام کېدای شي د هغه مهال سره یوځای وشي چې د غزې جګړې د پای ته رسولو د موافقې دویم پړاو ته د تګ بهیر پیلېږي.

تر اوسه پورې د دې شورا د غړو، واکونو او احتمالي رول په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي، او امریکایي چارواکو هم په دې اړه زیات وضاحت نه دی ورکړی.

غزه یوه کوچنۍ او ګڼ میشته سیمه ده چې د مدیترانې د ختیځ په څنډه کې موقعیت لري. دغه سیمه په وروستیو میاشتو کې د پراخو جګړو شاهد پاتې شوې ده او د جګړې د درولو او موافقې ته د رسېدو لپاره دیپلوماتیکې هڅې لا هم روانې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button