تاجران د تورخم د دروازې د سمدستي پرانیستو غوښتنه وکړه

له افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم سترې دروازې د بند پاتې کېدو له امله، د خیبر پښتونخوا ایالت د لنډیکوټل په سیمه کې ګڼ شمېر تاجران د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) د اعتراض غونډه وکړه او د دې لارې د ژر تر ژره پرانیستو غوښتنه یې وکړه.
تاجران خبرداری ورکړی چې د تورخم دروازې بند پاتې کېدل نه یوازې سوداګريزی چارې ګډوډې کړې دي، بلکې په پوله پرتو سیمو کې یې پراخ بیکاري رامنځته کړې ده. د هغوی په وینا، لسګونه پاکستانی مسافر د افغانستان په خاوره کې بند پاتې دي او ګڼ شمېر باروړونکي موټرونه هم د دواړو خواوو پر پوله د تېرېدو په تمه ولاړ دي.
دوی ټینګار وکړ چې د دې تجارتي لارې بند پاتېکېدو د دواړو غاړو پر پښتنو اوسېدونکو ناوړه اغېز کړی دی، او که دا دروازه تر راتلونکو درې ورځو پورې پرانیستل نه شي، نو دوی به د پرېکړې لپاره یوه ولسي جرګه راوبولي.
تاجران له دواړو هېوادونو څخه وغوښتل چې د دیپلوماټیکو خبرو له لارې د تورخم دروازې د بشپړ پرانیستو زمینه برابره کړي.
پاکستان د طالبانو له ادارې سره تر وروستیو نښتو وروسته خپلې ټولې سوداګریزې پولې له افغانستان سره تړلې دي. سره له دې چې اسلامآباد اوس تازه د افغان کډوالو یوې برخې ته د تورخم له لارې د وتلو اجازه ورکړې، خو دا لاره لا هم د سوداګرۍ او آزاد تګ راتګ لپاره بنده پاتې ده.




