مهم خبرونهنړیوال

د کولمبیا ولسمشر د امریکا هدف د سیمې د تېلو او ډبرو سکرو کنټرول وباله

د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پیترو اعلان وکړ چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ کړنې او دریځونه دا ښيي چې د واشنګټن اصلي موخه په لاتینې امریکا کې د ستراتیژیکو سرچینو لکه تېلو او ډبرو سکرو کنټرول دی. هغه ټینګار وکړ چې کولمبیا نه غواړي دا سرچینې د امریکا متحدو ایالتونو په واک کې ورکړي.

پیترو په یوه پیغام کې چې په ایکس شبکه کې یې خپور کړی، د امریکا د ولسمشر ټرمپ پر ضد په تند لحن انتقاد وکړ او ویې ویل چې ټرمپ ریښتیني ازاديپال خلک د قاچاقبرو په سترګو ګوري، ځکه دا هېوادونه نه غواړي خپلې طبیعي سرچینې د هغه په غوښتنه وسپاري. هغه د ټرمپ پالیسي د اقتصادي ګټو او د تسلط غوښتنې په چوکاټ کې وارزوله.

د کولمبیا ولسمشر ټرمپ د نړیوال پانګوالۍ سمبول وباله او خبرداری یې ورکړ چې د دې نظام حرص او طمع بشریت د بحران او تباهۍ پر لور بیایي. د هغه په وینا، د امریکا په بهرني سیاست کې واکمن فکر په مساوي همکارۍ نه، بلکې د نورو د سرچینو په تصاحب تمرکز لري.

پیترو همدارنګه ټرمپ او د هغه ټیم د امریکا د بنسټ اېښودو پر مهال له هغو د سرو زرو له لټونکو کسانو سره تشبیه کړل چې د شتمنۍ لپاره یې سرحدونه له پامه غورځول. هغه د خپلو خبرو په بله برخه کې هغه ادعاوې رد کړې چې ګنې په وېنزویلا کې د نیکولاس مادورو په مشرۍ د مخدره موادو کارتل شته او وویل چې پر مادورو فشارونه د دې هېواد د تېلو د ترلاسه کولو لپاره دي.

د کولمبیا ولسمشر په دوام کې د ځینو نړیوالو قدرتونو دریځونه هم تر نیوکې لاندې راوستل او ویې ویل چې په نړۍ کې داسې ډلې شته چې خپل ځانونه «منتخب قوم» بولي؛ هغه لیدلوری، چې د ده په باور، د تبعیض او د نړیوالو اړیکو د بې‌ثباتۍ لامل شوی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button