د طالبانو حکومت بېاسناده موټرو ته د کابل ښار ته ننوتل بند کړل

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ښار د ترافیکي نظم د ښهوالي او د تګراتګ د کنټرول په موخه، پولیسو ته امر شوی چې د قانوني اسنادو نه لرونکي موټر، چې تیاره ښیښه ولري یا د ولایتونو سټېکرونه پرې نصب وي، د کابل ښار ته له ننوتلو منع کړي.
د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، د ترافیکو پولیس هره ورځ بېاسناده موټر د کابل د ښار دروازو کې دروي او د پولیسو مرکزونو ته یې انتقالوي. د ده په وینا، د دغو وسایطو مالکان کولای شي له دې وروسته چې قانوني اسناد ترلاسه کړي، خپل موټر بېرته واخلي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د دې بهیر له پیل راهیسې تر اوسه پورې، د ترافیکو پولیسو د عامه امنیت له پولیسو سره په ګډه له ۱۳ زرو څخه زیات بېاسناده موټر په بېلابېلو سیمو کې درولي دي.
سره له دې چې د طالبانو اداره د دې ګام موخه د ښار د نظم تأمین بللې، خو د تطبیق په څرنګوالي او د نیول شوو موټرو په برخلیک کې د شفافیت نشتون د کابل د اوسېدونکو تر منځ پوښتنې راولاړې کړې دي؛ هغه موضوع چې د مسوولو ادارو له لوري د لا روڼتیا او ځوابویلو غوښتنه کوي.




