مهم خبرونهنړیوال

د اسرائيل پوځ د لبنان په جنوب کې د حزب‌الله د دوو غړو د وژل کېدو ادعا وکړه

د اسرائيل پوځ په يوه اعلاميه کې ويلي چې د لبنان په جنوب کې د خربه سلم سيمې پر يوه ډګر د هوايي بريد پر مهال د حزب‌الله دوه غړي وژل شوي دي. د اسرائيل د پوځ په وينا، دا بريد د سه‌شنبې په ورځ شوی او هغه کسان چې هدف ګرځول شوي، په سيمه کې په فعاليت بوخت وو.

د اعلاميې له مخې، دغه کسان د حزب‌الله د پوځي زېربناوو د بيا رغونې په چارو کې دخيل وو. پوځ زياته کړې چې له دغو کسانو څخه يو تن انجنير و چې د دغو تاسيساتو د بيا رغونې د هڅو مشري يې کوله.

د اسرائيل پوځ دا بريد په داسې حال کې توجيه کړی چې ادعا کوي د حزب‌الله فعاليتونه د تل‌ابيب او لبنان تر منځ د موجودو هوکړو سرغړونه ده. دا خبره په داسې حال کې کېږي چې ياد بريد د دواړو خواوو تر منځ د اوربند له اعلان وروسته ترسره شوی دی.

خو د لبنان رسمي راپورونه او دريځونه ښيي چې له اوربند وروسته د اسرائيل پوځ څو ځلې دغه هوکړه پرېښې ده او د هوايي، توغنديزو او ځمکنيو بريدونو له لارې يې د لبنان بېلابېلې سيمې، په ځانګړي ډول جنوبي برخې، په نښه کړي دي؛ بريدونه چې د نا‌امنۍ دوام او د اسرائيل د پوځ په ځينو برخو کې د حضور سبب ګرځېدلي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button