سياستمهم خبرونه

د حمدالله فطرت غبرګون د پاکستان د پوځ د ویاند څرګندونو ته

د طالبانو د ادارې د ویاند مرستیال وايي، د پاکستاني چارواکو له‌خوا د ګواښ ژبې کارول او د افغانستان د کورنیو چارو په اړه خبرې د افغان ولس لپاره د منلو وړ نه دي.

ملا حمدالله فطرت، د طالبانو د ادارې د ویاند مرستیال، دغه څرګندونې د پاکستان د پوځ د ویاند د خبرو په غبرګون کې وکړې؛ هغه څرګندونې چې د یوې خبري ناستې پر مهال او د افغانستان د حکومتي او ټولنیزو جوړښتونو په تړاو شوې وې.

فطرت وايي، د افغانستان ملت هېڅ ډول لفظي یا سیاسي لاسوهنه په خپلو کورنیو چارو کې نه‌منې او تمه لري چې ګاونډي هېوادونه د متقابل درناوي او د نه لاسوهنې اصل ته پام وکړي.

دا غبرګون په داسې حال کې څرګندیږي چې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې په وروستیو کلونو کې له تاوتریخوالي ډکې پاتې شوې دي او د دواړو غاړو رسمي څرګندونې وخت ناوخت تندو ډیپلوماتیکو غبرګونونو ته لاره هواروي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button