بورل: امريکا نور د اروپايي اتحاديې اصلي متحد نه ده

د اروپايي اتحاديې د پخواني بهرنيو سياستونو مشر جوزپ بورل ويلي چې امريکا متحدو ايالتونو نور د دې اتحاديې اصلي متحد نه ګڼل کېږي او د دواړو لورو اړيکې نويو واقعيتونو ته داخلې شوې دي.
بورل زياته کړې ده چې امريکايان نور نشي کولی پر اروپايانو د يو باوري شريک په توګه حساب وکړي او په مقابل کې، اروپا هم بايد د نويو حالاتو لپاره ځان چمتو کړي. د ده په باور، د اتلانتيک دواړو غاړو تر منځ د پخواني سياسي او امنيتي نظم بڼه بدلېږي.
دغه اروپايي ديپلومات ټينګار کړی چې د اروپايي اتحاديې غړي هېوادونه بايد تر پخوا ډېر پر خپلو کورنيو ظرفيتونو او وسايلو تکیه وکړي او د وچې د امنيت د تأمين موضوع په خپلواکه توګه په اجنډا کې راولي.
بورل د امريکا د وروستيو څرګندونو او ګواښونو يادونه کړې چې د ګرېنلنډ په اړه شوي دي او ويلي يې دي چې ځيني کسان د امريکا د اوسني ولسمشر دونالد ټرمپ له هغه نقش څخه خوښي څرګندوي چې ځان د «نړيوال پوليس» په توګه انځوروي. ده پوښتنه کړې چې که د امريکا پوځ ګرېنلنډ ته واستول شي، د اروپا غبرګون به څه وي او آيا يوازې به د سيمې د بشپړتيا د درناوي په اړه په لفظي ټينګار بسنه وشي؟
په وروستيو مياشتو کې، د امريکا د اوسني حکومت پراختياپال چلند، چې په ښکاره ډول د ځينو خودمختارو سيمو او حتا د خپلواکو هېوادونو د پيوستېدو خبره کوي، د لويديځو دولتونو تر منځ پراخه اندېښنه راولاړه کړې ده. دونالد ټرمپ تر دې وړاندې د ګرېنلنډ او کاناډا د متحده ايالتونو له خاورې سره د يو ځای کولو غوښتنه کړې وه.




