مهم خبرونهنړیوال

د کړن‌کارو سمندري بریدونو کې د مخدره موادو شپږ مشکوک قاچاق کوونکي وژل شوي

د امریکا د دفاع وزارت ویلي، چې د دغه هېواد ځواکونو د جنوبي امریکا سواحلو ته نژدې دوه مرګوني سمندري بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د مخدره موادو د قاچاق شکمن شپږ کسان وژل شوي دي.

د امریکا دفاع وزیر پیت هگست ویلي، دغه عملیات د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دستور د کارائیب نړیوالو اوبو او د ارام سمندر ختیځ برخو کې ترسره شوي دي. د هغه په وینا، په دواړو هدف ګرځول شویو کښتيو کې درې درې کسان د مخدره موادو له کارټلونو سره تړاو درلود، چې ټول وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې ایالات متحده د سپتمبر له پیل راهیسې ورته یو لړ عملیات پیل کړي، چې موخه یې له هغو ډلو سره مبارزه ده، چې واشنګټن هغوی د «د مخدره موادو له قاچاق سره تړلي تروریستان» بولي. دا بریدونه پر هغو لارو ترسره کېږي، چې د امریکا په وینا، معمولا د مخدره موادو د ناقانونه لېږد لپاره کارول کېږي.

خو یو شمېر بشري حقونو بنسټونو او د نړیوالو قوانینو کارپوهانو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي، چې دا ډول بریدونه ممکن له عدالته بهر اعدامونو په توګه وګڼل شي؛ ځکه واشنګټن تر دې دمه کوم داسې ښکاره اسناد نه دي خپاره کړي، چې دا کسان جرم ته پر مهال نیول شوي یا یې د امریکا ملي امنیت ته مستقیم ګواښ پیښاوه.

د امریکايي چارواکو په وینا، د دوی ځواکونو ته په دغو عملیاتو کې زیان نه دی اوښتی. خو د دغو عملیاتو قانوني مشروعیت او انساني پایلو په اړه جدي پوښتنې، په ځانګړي ډول د شفافیت نشتوالي له امله، لا هم شته.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button