د طالبانو د ادارې نوې ادعاوې د افغانستان د امنيت او اقتصاد په اړه

د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست ويلي چې تېر کال د امنیت او اقتصادي ودې له پلوه، د تېرو پنځوسو کلونو په پرتله «بېسارې» کال و. دغه چارواکی وايي، په ټول هېواد کې بشپړ امنیت تأمين شوی او جګړه او ناامني پای ته رسېدلې ده.
حافظ ضياءاحمد تکل، چې څرګندونې یې د طالبانو اړوندو رسنيو خپرې کړې دي، ادعا کړې چې اداري فساد عملي ډول مهار شوی، اقتصادي ثبات رامنځته شوی او ملي عوايد زيات شوي دي. د هغه په وينا، پر ځانبسياينې تمرکز پیاوړی شوی او د بنسټیزو پروژو د پلي کولو بهير چټک شوی دی.
دغه چارواکی همدارنګه ويلي چې د سیمهييزو او نړيوالو اقتصادي اړیکو د پراختيا زمينه برابره شوې ده او د طالبانو اداره توانېدلې خپلو ديپلوماتيکو اړیکو ته له سيمې او نړۍ سره وده ورکړي او د ملي حاکميت او ګټو ساتنه وکړي.
خو دا ادعاوې په داسې حال کې کېږي چې خپلواکې راپورونه او شواهد لا هم د جدي اقتصادي ستونزو، پراخې بېکارۍ، ټولنيزو محدوديتونو او د ډېرو خلکو د بنسټيزو خدمتونو د کمې لاسرسي خبره کوي؛ هغه مسایل چې د «بېسارې ودې» له انځور سره جدي پوښتنې راپورته کوي.
تر دې وړاندې د طالبانو د ادارې د رئيسالوزرا اقتصادي مرستيال ويلي و چې يو امن افغانستان کولای شي يو ستر اقتصادي او سياسي فرصت وي او دا فرصت بايد ګواښ ته وانه وړي؛ خو منتقدان دا څرګندونې تر ډېره شعارې بولي، نه د ولس د ورځني ژوند پر رښتينو واقعیتونو ولاړې خبرې.




