مهم خبرونهنړیوال

د اسراییلو نوې هوايي بریدونه په جنوبي او ختیځ لبنان کې

د سیمې د زیاتېدونکي کړکېچ په دوام، د اسراییلو جنګي الوتکو نن سهار د لبنان په جنوبي برخو کې پر ګڼو سیمو هوايي بریدونه وکړل. د لبناني سرچینو په وینا، دا بریدونه د التفاح په ولسوالۍ کې د جبل الرفیع، الجرمق، د الریحان غرونه او په المحمودیه سیمه کې ترسره شوي دي.

په ورته وخت کې، د الجزیره تلویزیوني شبکې راپور ورکړی چې د اسراییلو بې‌پیلوټه الوتکو د لبنان ختیځ ته په البقاع سیمه کې پر الهرمل ښار بمبار کړی دی. دا لومړی ځل نه دی چې د البقاع ملکي سیمې د اسراییلو بې‌پیلوټه الوتکو له خوا تر هدف لاندې نیول کېږي.

د اسراییلو ادارې ادعا کړې چې دغه بریدونه د حزب‌الله د پوځي جوړښتونو د بیا رغونې د مخنیوي لپاره ترسره شوي؛ خو سیمه‌ییز شنونکي باور لري چې اصلي موخه یې د لبنان پر دولت فشار زیاتول دي تر څو حزب‌الله له وسلو بې‌وسلې کړي.

دا وروستي بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د لبنان په جنوبي پوله د اسراییلو او حزب‌الله ترمنځ د احتمالي پراخو نښتو اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي. د سیمې اوسېدونکو د درنو زیانونو او پراخې وېرې راپورونه ورکړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button