ايران په درې ورځو کې افغانستان ته ۲۵۰ زره چرګان صادر کړي

د راپورونو له مخې، په وروستيو درېو ورځو کې ۲۵۰ زره د غوښې چرګ يو ورځني چرګان د ايران له دوغارون سرحدي بندر څخه په ۱۱ کانتينرونو کې افغانستان ته لېږدول شوي دي. دغه محموله د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي لارې له لارې وارد شوې ده.
د ايرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ايران د خراسان ولايت د تايباد ولسوال حسين جمشيدي ويلي چې دا اندازه چرګان د قانوني صادراتو په چوکاټ کې او په بېلابېلو محمولو کې افغانستان ته لېږل شوي دي.
نوموړي زياته کړې چې د دوغارون له لارې افغانستان ته د څارويو او څارويو محصولاتو صادرات د ايران لپاره اقتصادي عوايد رامنځته کوي او دا بهير په وروستيو کلونو کې دوام درلودی.
همدارنګه ټينګار شوی چې د تايباد د مالدارۍ او د حيواني روغتيا اداره د هرې محمولې لپاره صحي تصديقليک صادروي او که هر ډول سرغړونه مشاهده شي، د مالدارۍ محصولاتو د لېږد اجازه نه ورکول کېږي.




