صلاحالدین سالار: د حکومتونو ړنګېدنه له دننه پیلېږي، نه له دباندې

صلاحالدین سالار، د طالبانو د دفاع وزارت د استخباراتو برطرف شوی مرستیال، په یوه انتقادي پیغام کې ویلي چې د حکومتونو ړنګېدنه زیاتره له دننه پیلېږي او ریښه یې په بېعدالتۍ، حرص او د محدودو شخصي ګټو په لومړیتوب کې ده، نه په دباندې فشارونو کې.
هغه د تاریخي تجربو په یادولو ټینګار کړی چې کله وړتیا پر قومي او قبیلوي تړاوونو بدله شي او ملي شتمنۍ ناعادلانه د ځانګړو ډلو تر لاس لاندې راشي، د خلکو او د واک جوړښت ترمنځ واټن زیاتېږي او د عامه باور بنسټونه ورو ورو له منځه ځي.
سالار قومپالنه یو ویجاړوونکی عامل بللی او ویلي یې دي چې د یوې قبیلې یا کورنۍ ګټې د عامو خلکو پر ګټو غوره ګڼل د عدالت بنسټونه کمزوري کوي او ټولنه د ړنګېدو پر لور بیايي؛ هغه حالت چې پایله یې د مشروعیت لهمنځ تلو او د ټولنیزې ناخوښۍ پراخوالی دی.
دغه پخواني چارواکي مالپالنه د بحران بله څېره بللې او زیاته کړې یې ده چې د انسانونو ارزونه د اخلاقو، علم او خدمت پر ځای د شتمنۍ پر بنسټ کول د ټولنې روح کمزوری کوي. د هغه په باور، د کانونو، ځمکو او عامه سرچینو بدلول د لنډمهالې شتمنۍ د راټولولو سرچینه، پرته له دې چې فقر او د شتمنۍ ناعادلانه تمرکز زیات کړي، بله پایله نه لري.
سالار په پای کې د دې کړۍ د ماتولو لار عدالت، شفافیت، ځوابویلتیا او د انسان کرامت ته درناوی بللی او خبرداری یې ورکړی چې هېڅ د واک جوړښت، که هر څومره لوی هم وي، د ظلم او طمع پر بنسټ نه شي پاتې کېدای؛ هغه ټکی چې د افغانستان د اوسني وضعیت په شرایطو کې د طالبانو د واک پر کړنو جدي پوښتنې راولاړوي.




