په سپینبولدک کې تر دوه زرو زيات د درملو کارتنونه وسوځول شول

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي چې له دوه زرو زيات د درملو کارتنونه د سپينبولدک په ولسوالۍ کې سوځول شوي دي. د دې ریاست په وينا، ياد درمل له پاکستانه افغانستان ته په قاچاقي توګه راوړل شوي وو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د درملو د سوځولو بهير د سپينبولدک په سيمه کې ترسره شوی؛ هغه پولهيزه سيمه چې تل د توکو د تګراتګ او قاچاق له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي. د طالبانو تر ادارې لاندې ځایي چارواکي وايي، د دې اقدام موخه د غيرمعياري درملو د پلور او استعمال مخنيوی دی.
خو د روغتيا برخې کارپوهان وايي، د درملو سوځول د دې لپاره چې د هغو د ډول، کيفيت او خطرونو په اړه روښانه معلومات نه شريک کېږي، د خلکو اندېښنې زياتولی شي؛ په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې په ډېرو سيمو کې د معياري درملو لاسرسی محدود دی.
سپينبولدک د کندهار ولايت له هغو سيمو څخه ده چې د جغرافیوي موقعيت او د پاکستان له پولو سره د نښتې له امله، تل د قاچاق د لارو په توګه ياده شوې، په ځانګړې توګه د درملو او سوداګريزو توکو د قاچاق په برخه کې.




