ایران یو ځل بیا د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړيتوب وړاندیز وکړ

ایران یو ځل بیا چمتووالی ښودلی چې که طالبان او پاکستان دواړه موافق وي، د دوی ترمنځ د سرحدي شخړو د پراخېدو د مخنیوي لپاره د منځګړي رول ولوبوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي، د دوشنبې په ورځ د عقرب پر ۱۹مه په یوه خبري کنفرانس کې وویل، تهران د طالبانو او پاکستان له لوري د جلا جلا تماسونو له لارې خپله چمتووالي څرګند کړی چې د هر ډول مرستې لپاره، د ستونزو د هواري په موخه، حاضر دی.
بقایي د کابل او اسلامآباد ترمنځ د دوامداره ترینګلتیاوو په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل، په ختیځو پولو کې ناامنۍ نه یوازې د دغو درېیو هیوادونو لپاره خطرناکې دي، بلکې د ټولې سیمې ثبات هم له ګواښ سره مخ کوي.
نوموړي زیاته کړه چې د ایران اندېښنه یوازې له ګډې پولې نه ده، بلکې د افغانستان او پاکستان له خلکو سره د فرهنګي، تاریخي او مذهبي نږدېوالي له امله دغه موضوع ایران ته ځانګړی اهمیت لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل چې اسلامي جمهوریه له پیل څخه دواړو خواوو ته د زغم سپارښتنه کړې او د سولهییز حل لپاره چمتو ده.
نوموړي زیاته کړه چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، په تازه تماسونو کې له طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر او همدارې ډول له محمد اسحاق دار، د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره، د خبرو اترو پر اهمیت او دا چې باید له کړکېچ څخه ډډه وشي، ټینګار کړی.
دا وړاندیز په داسې حال کې کېږي چې تر دې وړاندې قطر او ترکیې هڅه کړې وه چې په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ منځګړيتوب وکړي، خو دا خبرې کومه نتیجه نه ده لرلې.
په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان پر پوله وسلهوالې نښتې زیاتې شوې او طالبان د نړیوالې ټولنې له خوا منزوي شوي دي، ډېر شنونکي د ایران دا اقدامات له شک سره ګوري او ټینګار کوي چې باید پر طالبانو نور نړیوال فشار واچول شي څو په خپله بهرنۍ پالیسۍ کې بدلون راولي.




