سياستمهم خبرونه

د ایران جنرال قونسل د هرات له والي سره د دوه اړخیزو همکاریو پر څرنګوالي وغږېده

علي‌رضا مرحمتې، د اسلامي جمهوریت ایران جنرال قونسل په هرات ولایت کې، له شیخ مولوي اسلام‌جار سره، چې د طالبانو ادارې له‌خوا د دې ولایت د والي په توګه ټاکل شوی، لیدنه کړې ده.

د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر له‌خوا خپرو شوو معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د اقتصاد، سوداګرۍ او کرنې په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو اړوند موضوعات څېړل شوي دي.

اسلام‌جار په دغه لیدنه کې له ایراني چارواکو غوښتي چې د دواړو خواوو ترمنځ د اقتصادي او ترانزیټي اړیکو پیاوړتیا کې لا فعاله رول ولوبوي او همداراز یې پر دې ټینګار کړی چې د اسلام‌قلعه بندر دې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د یوې مؤثرې لاري په توګه په پوره ډول وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ادارې د کورني او نړیوال مشروعیت نشتوالي له امله، د دا ډول اړیکو روڼتیا او ګټه‌ورتیا — په ځانګړې توګه د افغانستان د خلکو لپاره — د پراخو اندېښو لامل شوې. منتقدان باور لري چې له طالبانو سره د ګاونډیو هېوادونو دپلوماتیک تماسونه چې د افغانانو غوښتنې نه‌دي پکې شاملې، کولای شي د روانې له ولسه لېرې ادارې دوام ته زمینه برابره کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button