ټولنهیزمهم خبرونه
فائو: د افغانستان موسمي او اقليمي حالت تر څارنې لاندې دی

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) ويلي، د افغانستان موسمي او اقليمي حالت په دوامداره توګه څاري څو کروندګرو او مالدارانو ته د راتلونکو حالاتو د مقابلې لپاره د چمتووالي په برخه کې مرسته وکړي.
فائو په يو پيغام کې څرګنده کړې، چې د اقليم د بدلونونو او موسمي بدلونونو د اټکلونو پېژندنه د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د سم مديريت لپاره ډېر اهميت لري، ځکه د هېواد ډېری وګړي په دغو برخو پورې تړلي دي.
د دې نړيوال سازمان په وينا، د هوا او اقليم منظمې څارنې کولای شي د کليوالو د ژوند د کمزورتيا د کمېدو لامل شي او کروندګرو ته د غوره پرېکړو کولو زمينه برابره کړي.
افغانستان په وروستيو کلونو کې له جدي اقليمي بدلونونو سره مخ شوی، چې څو ځلې يې د کرنيزو محصولاتو او د خوړو پر امنيت اغېز کړی او د لا زيات چمتووالي او پلان جوړونې اړتيا يې روښانه کړې ده.




