د خوړو نړیوال پروګرام: په ژمي کې د خوارځواکۍ خطر په افغانستان کې زیاتېږي

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایي چې په افغانستان کې، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو تر منځ، د خوارځواکۍ کچه اندېښمن حد ته رسېدلې ده.
دې له ملګرو ملتونو سره تړلي ادارې ویلي، چې له ژمي سره د نږدې کېدو په ترڅ کې، د خوارځواکۍ د زیاتوالي خطر په ډراماتيک ډول مخ په ډېرېدو دی. WFP خبرداری ورکړی چې په تېرو څو لسیزو کې دا لومړی ځل دی چې ښايي یو پوره او سراسری ځواب ورکول ممکن نه وي.
یادې ادارې د دې وضعیت یادونه د «مخنیوی کېدونکی بحران» په نوم کړې او ټینګار یې کړی چې سمدستي او پر وخت مرسته کولای شي له لا نورو زیانونو مخنیوی وکړي او د ګڼ شمېر افغانانو ژوند وژغوري.
په وروستیو کلونو کې، ژوره اقتصادي بحران، پرلهپسې وچکالۍ او هغه محدودیتونه چې د طالبانو لخوا پر مرستندویه ادارو لګول شوي، د خلکو لپاره د خوراکي توکو او روغتیایي خدمتونو لاسرسی خورا ستونزمن کړی دی.
طالبانو اداره چې په تېرو دوو کلونو کې یې له ناکامه پرېکړو او پالیسیو سره انساني بحران لا پراخ کړی، تر اوسه نه کوم واضح غبرګون ښودلی او نه یې هم د خوارځواکۍ د کمولو لپاره اغېزناک پلان وړاندې کړی دی. دا بېپروایي د بشري حقونو مدافع سازمانونه او نړیوال بنسټونه لا ډېر اندېښمن کړي دي.




