امنیت او پېښېمهم خبرونه

طالبانو د کاپيسا ولايت کې يو پخوانی پوځي نيولی دی

د کاپيسا ولايت ځايي سرچينې وايي چې د طالبانو اداره يو پخوانی پوځي په دغه ولايت کې نيولی دی. د سرچينو په وينا، د نوموړي نوم عبدالظهار انتظار دی او د هغه نيول د طالبانو د استخباراتو اړوند کسانو له‌خوا ترسره شوی دی.

سرچينو د دوشنبې په ورځ، د مرغومي په ۱۵مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ويلي چې عبدالظهار انتظار د امان‌الله په نوم د يوه کس له‌خوا نيول شوی، چې د طالبانو د نفوذي کسانو په توګه پېژندل کېږي. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې ده چې په دې ولايت کې د پخوانيو پوځيانو د تعقيب او هدف ګرځولو اندېښنې زياتې شوې دي.

له دې وړاندې، ۸صبح ورځپاڼې يوه وېډيو خپره کړې وه چې امان‌الله ته منسوبه وه او په هغې کې هغه د يوه محصل د ترور د پلان په اړه خبرې کولې. د سرچينو د معلوماتو له مخې، نوموړی په څو هدفمند بريدونو کې چې پر پخوانيو پوځيانو ترسره شوي، لاس درلود.

سرچينې زياتوي چې امان‌الله په عين وخت کې د طالبانو د ادارې د جنايي جرمونو د مبارزې څانګې کارکوونکی دی، چې د کاپيسا ولايت د مرکز محمودراقي ښار د دويمې امنيتي حوزې په چوکاټ کې فعاليت لري. دا موضوع جدي پوښتنې راولاړې کړې دي چې آيا د طالبانو رسمي ادارې د مخالفانو د ځپلو او له منځه وړلو لپاره کارېږي که نه.

له هغه وخت راهيسې چې طالبان يو ځل بيا پر افغانستان واکمن شوي، له کاپيسا او نورو ولايتونو څخه د پخوانيو پوځيانو د نيولو، بندي کولو او آن د وژلو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. د مقاومت جبهې په يوه تازه تحقيقاتي راپور کې ويلي چې د تېر يوه کال په ترڅ کې د طالبانو اداره د ټول افغانستان په کچه ۱۲۳ پخواني پوځيان وژلي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button