د طالبانو ځواکونو د مقاومت د يو قوماندان مړی له قبره را ويستی

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ويلي، د طالبانو ادارې ځواکونه د ظفر په نوم د دې جبهې يو ځایي قوماندان مړی له ښخېدو وروسته له قبره را ويستی او ورسره يې بېحرمتي کړې ده. دا جبهه دا پېښه د انساني اصولو ښکاره سرغړونه او د طالبانو د تاوتريخوالي يوه بيلګه بللې ده.
د مقاومت جبهې په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د طالبانو دا کار «بېغيرته او غيرانساني جنايت» بللی او په کلکه يې غندلی دی. په خبرپاڼه کې راغلي، دا ډول کړنې څرګندوي چې طالبان د جګړې اخلاقي اصولو، شرعي موازينو او د افغانستان د ټولنې فرهنګي ارزښتونو ته ژمن نه دي.
ملي مقاومت جبهه ټينګار کوي چې د وژل شويو خلکو د مړيو سپکاوی نه يوازې له عرف او انسانيت سره په ټکر کې دی، بلکې دا ښيي چې طالبان حتی له خپلو وسلهوالو مخالفانو د هغوی له مړينې وروسته هم ويريږي. دا جبهه زياتوي چې دا ډول کړنې د طالبانو ادارې د حساب ورکونې او د افغان ولس او نړيوالو بنسټونو پر وړاندې د هغوی د مسئوليت موضوع لا روښانه کوي.
په اعلاميه کې له نړيوالې ټولنې غوښتنه شوې چې دا پېښه په څرګنده توګه د «جګړې جنايت» په توګه وغندي او له د قربانيانو له کورنۍ سره خپله همدردي څرګنده کړي. د مقاومت جبهې د نړيوالې ټولنې چوپتيا او بېپروایي د هېواد د بشري حقونو د دوامدارو سرغړونو يو دلايل بللی دی.
دا جبهه د ظفر د مړينې څرنګوالي او د پېښې دقيق وخت په اړه جزئيات نه دي ورکړي، خو د افغانستان يو شمېر رسنيو راپور ورکړی چې نوموړی قوماندان شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د بغلان ولايت په يوه غره کې د لوېدو له امله مړ شوی و.
تر د دې خبر د خپرېدو د مهاله، د طالبانو اداره د دې ادعاوو په اړه رسمي دريځ نه دی څرګند کړی.




