مهم خبرونهنړیوال

د ټرمپ شرطونه د ونزوئلا له موقتي ولسمشر سره

دونالد ټرمپ، د امريکا متحده ايالاتو اوسنی ولسمشر، د ونزوئلا د وروستيو تحولاتو وروسته د دغه هېواد له موقتي ولسمشرې دلسی رودریګز سره يو لړ شرطونه وړاندې کړي دي. د امريکايي رسنيو د راپور له مخې، واشنګټن تمه لري چې د ونزوئلا موقتي حکومت به په خپلو اقتصادي او امنيتي تګلارو کې بنسټيز بدلونونه راولي.

د پوليټیکو ورځپاڼې د دولتي سرچينو له قوله راپور ورکړی چې امريکا له رودریګز غوښتنه کړې چې هغو هېوادونو ته د ونزوئلا د نفتو پلور بند کړي چې واشنګټن يې د ځان مخالف ګڼي. نفت د دې لاتيني امريکايي هېواد د عايد اصلي سرچينه ده او په سياسي او اقتصادي معادلو کې مهم رول لري.

په دغه راپور کې دا هم راغلي چې د امريکا حکومت غواړي د هغو بهرنيو لوبغاړو او شبکو اغېز کم شي چې د واشنګټن له نظره د هغه هېواد له ګټو سره سمون نه لري. همدارنګه له د ونزوئلا موقتي ولسمشرې غوښتل شوي چې د نشه‌يي موادو د قاچاق پر ضد روښانه ګامونه واخلي.

دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امريکا وروستۍ پوځي مداخله په ونزوئلا کې او د دغه هېواد د قانوني ولسمشر نيول د نړيوالې ټولنې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. ګڼ شمېر هېوادونو او آن ځينو امريکايي سناتورانو دغه اقدام د نړيوالو قوانينو خلاف بللی او د هغو د پايلو په اړه يې اندېښنه ښودلې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button