د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

په يوه ورځ کې له پاکستان او ايران څخه له ۱۸۰۰ زيات افغان کډوال ايستل شوي

د طالبانو د ادارې د کډوالو چارو عالي کمېسيون ويلي، يوازې د دوشنبې په ورځ، د مرغومي ۱۵ مه، ټول ۱۸۰۸ افغان کډوال له پاکستان او ايران څخه شړل شوي دي. د دې معلوماتو له مخې، ۱۲۱۰ تنه له پاکستانه او ۵۹۸ تنه نور له ايران څخه، په جبري او داو طلب ډول بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه کمېسيون زياته کړې، شړل شوي کسان د تورخم، سپين بولدک، پُل ابريشم او اسلام قلعه له پولو هېواد ته داخل شوي دي؛ هغه لاري چې په وروستيو مياشتو کې د افغان کډوالو د بېرته راستنېدنې تر ټولو مهمو مرکزونو ګرځېدلي دي.

دا شمېرې په داسې حال کې خپرېږي چې يوه ورځ وړاندې له دې هم پاکستان او ايران ۴۵۲۰ افغان کډوال ايستلي وو؛ هغه ايستنې چې د رپوټونو له مخې، ډېری يې جبري وې.

د ملګرو ملتونو سازمان له دې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې تر ۲۰۲۵ کال پورې له ايران او پاکستان څخه له ۲.۶ ميليونه زيات افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي؛ يو بهير چې د دې ادارې په وينا، د افغانستان پر محدودو سرچينو او د خدماتو پر وړتياوو سخت فشار اچوي.

له دې سره هم‌مهاله، له پاکستانه د افغان کډوالو د نيولو د زياتېدنې راپورونه هم خپاره شوي دي. يو شمېر کډوالو مخکې رسنيو ته ويلي، چې د پوليسو له خوا د نيول کېدو پر مهال له ناوړه چلند سره مخ شوي دي.

نړیوالو بنسټونو څو ځله ټينګار کړی چې ډېری بېرته ستانه شوي افغانان بې له دې چې سرپناه، کار يا بنسټيزو خدماتو ته لاسرسی ولري، هېواد ته داخلېږي؛ داسې حالت چې د طالبانو د ادارې د محدودو مرستو د نشتوالي له امله، د فقر، بيا بېځايه کېدنې او بشري بحرانونو د پراخېدو خطر زياتوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button