د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

په پاکستان کې د آلمان د منلو ژمنه لرونکو سلګونه افغانانو برخلیک لا هم ناڅرګند دی

د سلګونو هغو افغانانو برخلیک چې له وړاندې د آلمان د منلو ژمنه یې ترلاسه کړې، لا هم په ابهام کې دی. د آلمان د فدرال حکومت ویاند د جمعې په ورځ وویل چې دا مهال شاوخوا ۴۵۰ افغانان، چې د فدرالي منلو د پروګرام برخه‌وال او پخواني محلي کارکوونکي دي، لا هم په پاکستان کې ژوند کوي.

د آلمان د فدرالي بهرنیو چارو وزارت ویلي، هغه تړون چې د دې کسانو د شړلو مخه یې له پاکستانه افغانستان ته نیوله، د روان میلادي کال له پیل سره خپله قانوني موده له لاسه ورکړې ده. دا موضوع د دوی د استوګنې او امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې، په ځانګړي ډول ځکه چې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان ته ستنېدل له جدي خطرونو سره مخامخ کېدای شي.

په همدې حال کې، د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې ټول دغه کسان باید د امنیتي ارزونو له پړاو څخه تېر شي. د ده په وینا، آلمان ته د ننوتلو اجازه یوازې هغه مهال ورکول کېږي چې د ارزونې پر مهال داسې معلومات یا شواهد ونه موندل شي چې د دوی د منلو مخه ونیسي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې فدرالي حکومت هڅه کوي دا افغانان لږ تر لږه تر هغه وخته په پاکستان کې پاتې شي، څو د ارزونې بهیر بشپړ شي. د وزارت په وینا، د اړوندو اړخونو ترمنځ خبرې دوام لري، که څه هم پخوانی تړون له پاکستان سره یوازې تر ۳۱ دسمبر پورې نافذ و.

الکساندر دوبرینت، چې د می میاشت کې د آلمان د کورنیو چارو وزیر شو، له دندې تر نیولو وروسته یې د منلو د ټولو بهیرونو بیاکتنه اعلان کړه. د نوي پلان له مخې، یوازې هغه کسان به آلمان ته د داخلېدو اجازه ولري چې له د فدرالي منلو د پروګرام یا د محلي کارکوونکو پروسې څخه رسمي ژمنه ولري، او نورې پروګرامي ژمنې به نور قانوني اعتبار ونه لري.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له سپتمبر راپدېخوا شاوخوا ۷۵۰ افغانان آلمان ته داخل شوي، چې وروستی یې د دسمبر په ۲۲مه رارسېدلی. د دغه وزارت ویاند د راتلونکو الوتنو د مهالویش په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button