د ګرمسېر-لشکرګاه سړک خرابېدو خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي

د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالي اوسېدونکي د هغه سړک له خراب حالت څخه اندېښنه څرګندوي چې دغه ولسوالي د ولایت له مرکز، لشکرګاه، سره نښلوي. دوی وايي چې د سړک خرابوالی د خلکو پر ورځني ژوند سخت اغېز کړی دی.
د دوی په وینا، د سړک د پراخ تخریب له امله هغه واټن چې پخوا به په شاوخوا یوه ساعت کې تېرېده، اوس تر شپږو ساعتونو پورې وخت نیسي او د ناروغانو، کارګرو او سوداګرو تګ راتګ له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.
دا لاره چې شاوخوا اویا کیلومتره اوږدوالی لري، د ګرمسېر ولسوالي د هلمند ولایت له مرکز سره نښلوي او د دې ولایت له مهمو ارتباطي لارو ګڼل کېږي، خو له کلونو راهیسې یې بنسټیز ترمیم نه دی شوی.
اوسېدونکي وايي، سره له دې چې دا سړک ډېره مهمه لار ده، د طالبانو اداره تراوسه د هغې د رغونې لپاره اغېزمن اقدام نه دی کړی، او د ترانسپورټي بنسټونو په اړه بې پروايي د سیمې پر خلکو اقتصادي او ټولنیز فشارونه زیات کړي دي.




