امنیت او پېښېمهم خبرونه
په نیمروز ولایت کې ۱۶۲ کیلوګرامه مخدره مواد نیول شوي

د نیمروز ولایت د امنیت امر وايي چې د نشهيي موادو پر ضد د پولیسو یوه کشفي عملیات کې ۱۶۲ کیلوګرامه مخدره مواد کشف او ونیول شول.
د دې قضیې په تړاو یو کس د یوه مېل تفنګچې، دوو شاجورونو او شلو فیره مرمیو سره نیول شوی دی. د امنیتي چارواکو په وینا، دغه کس د لومړنيو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوی دی.
په داسې حال کې چې د نشهيي موادو قاچاق او لېږد، په تېره له ایران سره پر پوله، د نیمروز یوه جدي ستونزه ګڼل کېږي، د طالبانو اداره تر اوسه د دغه بحران د مهار لپاره کومه روښانه او مشخصه طرحه نه ده وړاندې کړې.
د نشهيي موادو د قاچاقبرانو د شبکو د فعالیتونو زیاتوالی او نامنظمې نیونې دا ښيي چې د طالبانو اداره نه ده توانېدلې د قاچاق پر شبکو کنترول ولري او دایمي امنیت رامنځته کړي. دا موضوع د خلکو او مدني بنسټونو اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي.




