اقتصادمهم خبرونه

په کندهار کې د پاکستان له لارې د سوداګریزو لارو تړل کېدو وروسته کورنی تولید زیات شوی

د پاکستان سره د سوداګریزو لارو له بندېدو وروسته په کندهار ولایت کې کورنی تولید په څرګند ډول زیات شوی او یو شمېر فابریکو د وارداتو تش ځای تر یوه حده ډک کړی دی. د یوې ځايي درملو فابریکې مسؤلین وایي د دې فابریکې د ورځني تولید ظرفیت له یو ټنه څخه شپږ ټنه ته لوړ شوی دی.

د فابریکې مشر کریم‌الله حکیمي وایي، نږدې یو میلیون ډالر په دې مرکز کې پانګونه شوې او شل کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د ده په وینا، د دې فابریکې محصولات اوس د هېواد ۳۴ ولایتونو ته توزیعېږي او د بازار یوه مهمه برخه اړتیاوې پوره کوي.

د فابریکې کارکوونکي وایي، د درملو ډول ډول بوټي او طبیعي مصالحې د هېواد دننه پروسس کوي او له معیاري بسته‌بندۍ وروسته یې بازار ته وړاندې کوي.

په ورته وخت کې، د کندهار د کانونو او صنایعو د خونې مسؤلین د دې ولایت په صنعتي پارک کې د تولید د زیاتوالي او د خلکو د کورنیو توکو د کارونې د لېوالتیا د لوړېدو خبر ورکوي. د دغې خونې مشر سید سرور اماني وایي، له دې وروسته چې له پاکستان سره پوله وتړل شوه، هم د تولید کچه لوړه شوې او هم د خلکو لیدلوری د کورنیو تولیداتو په لور بدل شوی دی.

له پاکستان څخه د وارداتو په کمېدو سره، کندهار هڅه کوي د بازار اړتیاوې د کورنیو تولیداتو له لارې پوره کړي؛ یو بهیر چې له کارپوهانو په اند، که دوامداره ملاتړ ترې وشي، کولای شي د سیمه‌ییز اقتصاد پیاوړتیا او د سوداګریزې تړاو د کمېدو لامل شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button