په افغانستان کې د آمازون د توکو رسمي واردات؛ ۲۹ کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

يو افغان برېښنايي پلورنځي اعلان کړی چې د آمازون د محصولاتو رسمي واردات يې پيل کړي او د دې بهير له لارې يې ۲۹ کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده. دغه شرکت وايي چې د افغان او ايراني پېرودونکو سپارښتنې هم مني او ورته توکي رسوي.
د دې شرکت د آمازون څانګې کارکوونکي وايي، د توکو د ترلاسه کولو او لېږد بهير داسې تنظيم شوی چې بستهجات د اوږده مزل سره سره، په لنډ وخت کې د پېرودونکو لاس ته ورسېږي. دا خدمتونه د افغانستان بېلابېلو ښارونو او همدارنګه د ایران لپاره برابر شوي دي.
محمد مصطفی صدیقي، د پلورنځي اجرائيوي رييس، وايي چې له ۲۰۱۹ کال راهيسې هڅه کوي څو د افغانستان خلکو ته د آمازون د توکو د ترلاسه کولو امکان برابر کړي. د ده په وينا، شرکت د خپل مرکزي دفتر له دوبۍ سره په ګډه، سپارښتنې مستقيم ثبتوي او د افغانستان او ایران پېرودونکو ته يې لېږي.
صدیقي زياتوي چې دوبۍ د آمازون تر ټولو نږدې مرکز په توګه ټاکل شوې او سپارښتنې له هماغه ځایه اداره کېږي. هغه ټينګار کوي چې د افغانانو ترڅنګ، د ایران پېرودونکي هم د دغه پلورنځي مشتريان دي او بستهجات يې له دوبۍ څخه د خپلو هېوادونو پر لور استول کېږي.
دا پلورنځی اوس د هغو پېرودونکو د تګ راتګ يوه مهمه نقطه ګرځېدلې چې يا د نوو سپارښتنو لپاره ورځي او يا هم د هغو بستهجاتو د ترلاسه کولو لپاره چې له زرو کيلومترو لرې کابل ته رسېدلي. دا بهير په داسې حال کې روان دی چې د اوسنیو محدودیتونو له کبله، د افغانستان د خلکو نړیوالو بازارونو ته لاسرسی لا هم له ستونزو سره مخ دی، خو دا ډول نوښتونه کولای شي د دې تشې يوه برخه ډکه کړي.




