په مکه او مدینه کې د افغان حاجیانو د حج خدمتونو تړونونه بشپړ شول

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقاف وزارت اعلان کړی چې د افغان حاجیانو لپاره د استوګنې، خوړو، ترانسپورت او نورو اړینو خدمتونو تړونونه په مکه مکرمه، مدینه منوره او نورو مقدسو سیمو کې بشپړ شوي دي.
د دې وزارت ویاند، قاري محمد ابراهیم منیب، ویلي چې ټولو حاجیانو ته په مکه مکرمه کې د حرم شريف ترڅنګ او د «محبس الجن» په سیمه کې له عصري اسانتیاوو سمبال تعمیرونه په پام کې نیول شوي دي؛ هغه اقدام چې د چارواکو په وینا هدف یې د تګ راتګ د ستونزو کمول او د زیارت کوونکو د نسبي راحت تضمین دی.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په مدینه منوره کې هم د حاجیانو لپاره ټول تعمیرونه او استوګنځایونه د ښار په مرکزي سیمه کې او د مسجد نبوي ترڅنګ کرايه شوي، څو د حاجیانو لاسرسی دې مقدس ځای ته اسانه شي.
وزارت زیاته کړې چې د مصارفو له دقیق حساب وروسته به د روان کال د حج وروستۍ بیه په رسمي ډول د هېواد خلکو ته په راتلونکو ورځو کې اعلان شي او د نوملېکنې لړۍ به په ټول هېواد کې پیل شي؛ هغه موضوع چې هر کال د شفافیت، مدیریت او د خلکو د مالي توان په اړه له نیوکو سره مخ وي، او تمه کېږي چې د طالبانو اداره په دې برخه کې شفافه او ځوابویوونکی چلند وکړي.




