امنیت او پېښېمهم خبرونه

په کابل کې د یو زرو څخه زیات بې اسناده موټرونه درول شوي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې د دې ادارې د عامه امنیت او ترافیک پولیسو د تېرو اوونیو په جریان کې ۱،۳۱۰ بې اسناده او تور ښيښه لرونکي موټرونه د کابل په دروازو او د تلاشي په پوستو کې درولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، د دوشنبې په ورځ د مرغومي په ۱۵مه ویلي چې له دې شمېر څخه ۱۲۷ موټر د کابل ښار دننه پېژندل شوي او له درولو وروسته د پولیسو ښارګوټي ته لېږدول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې نور ۱،۱۸۳ موټرونه چې د کابل ښار ته د ننوتلو نیت یې درلود، د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې او خپلو ولایتونو ته بېرته ستانه شوي دي.

دغه ګام په داسې حال کې اخیستل شوی چې د طالبانو اداره تر دې مخکې هم په کابل کې د بې اسناده او تور ښیښه‌لرونکو موټرو د درولو خبر ورکړی و. له بلې خوا، د کابل یو شمېر اوسېدونکي د دې ډول پرېکړو په تطبیق کې د شفافیت نشتوالی او د پولیسو د سلیقوي چلند له امله نیوکه کوي او د قانون عادلانه او یو ډول پلي کېدو غوښتنه کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button