اقتصادمهم خبرونه

د میدان وردګو د نیږ ولسوالۍ د یاقوتو د پلور داوطلبۍ قرارداد یوه خصوصي شرکت وګاټه

د طالبانو تر ادارې لاندې د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د میدان وردګو ولایت د نیږ ولسوالۍ د ۱۶۴.۵۰۷ کیلوګرامه نیلي یاقوتو د پلور داوطلبۍ بهیر د اړوندو استازو او ګډونوالو شرکتونو په حضور کې په شفاف ډول ترسره شوی او یوه خصوصي شرکت یې ګټونکی اعلان شوی دی.

د دغه وزارت په اعلامیه کې چې د دوشنبې په ورځ (۱۵ جدی) خپره شوې، ویل شوي چې دغه اندازه یاقوت د نیږ ولسوالۍ د شاه‌کابل خورد له ساحې استخراج شوي او له دې وړاندې د عامې داوطلبۍ لپاره وړاندې شوي وو. د داوطلبۍ بهیر د کادستر او منرالونو د تنظیم عمومي رییس، موظف پلاوي او ګډونوالو په شتون کې ترسره شو.

د سرچینې په وینا، د ګډون کوونکو له ډلې څخه د «احمد فواد شیرزوی» شرکت د هر کیلوګرام په بدل کې د ۷۰ امریکایي ډالرو لوړه بیه وړاندې کړې او د داوطلبۍ ګټونکی اعلان شوی دی.

همدارنګه، د کادستر او منرالونو د تنظیم عمومي رییس په دې غونډه کې د هېواد د کانیزو منابعو په برخه کې د پانګونې د اسانتیاوو په اړه خبرې کړې او د کانونو د منظمې او شفافې ادارې پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button