سياستمهم خبرونه

د طالبانو مشر په ټول افغانستان کې د بنګ کر ته د بندیز فرمان ورکړ

د طالبانو د ادارې مشر په نوي فرمان کې د چرس یا «بنګ» کر په ټولو سیمو کې منع اعلان کړی او د دې امر د سراسري پلي کېدو خبر یې ورکړی دی. د فرمان له مخې، هېڅ څوک حق نه لري چې په شخصي یا کرنیزو ځمکو کې بنګ وکري، او که چیرې دا کار وشي، کښتونه به له منځه یووړل شي.

په فرمان کې ویل شوي چې د کورنیو چارو وزارت او د طالبانو د ادارې استخباراتي بنسټونه مکلف دي هغه کسان ونیسي او محاکمو ته یې وسپاري چې د دې حکم د ماتونې په تور پېژندل کېږي. خو په دې فرمان کې د قضایي بهیر، د محاکمې د معیارونو او د بازداشت شوو کسانو د حقوقو د خونديتوب په اړه توضیحات نه دي ورکړل شوي.

د شفافیت نشتوالی په قضایي نظام کې او د تورنو کسانو د حقوقو نه تضمین، له مخکې هم د بشري حقونو د بنسټونو له خوا نیوکې راپارولې وې. منتقدان خبرداری ورکوي چې د قانوني چوکاټ له روښانتیا پرته د سختو فرمانونو پلي کول کولای شي د خلکو د اساسي حقونو د نقض زمینه برابره کړي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې نړیوالو بنسټونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو د مبارزې دفتر، مخکې راپور ورکړی و چې سره له دې چې د ځینو مخدره موادو کر کم شوی، د میتامفتامین یا «شیشې» تولید او قاچاق زیات شوی دی. دا وضعیت د طالبانو د ادارې د مخدره موادو د کنټرول د تګلارو اغېزمنتیا له جدي پوښتنو سره مخ کړې ده.

همدارنګه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان لمریز کال د سنبلې په میاشت کې په یوې اعلامیې کې افغانستان د ۲۰۲۶ مالي کال لپاره د هغو هېوادونو په لېست کې شامل کړی و چې د مخدره موادو د تېرېدو او تولید عمده هېوادونه بلل کېږي. په همدې اعلامیه کې ټینګار شوی و چې د طالبانو ځینې غړي د مخدره موادو له کاروباره ګټه اخلي؛ داسې ادعا چې یو ځل بیا د طالبانو د ادارې هغه دعوې تر پوښتنې لاندې راولي چې ګواکې دوی د مخدره موادو پر ضد جدي مبارزه کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button