ملګرو ملتونو جوزجان او سرپل کې د کورني روغتيا مرکزونو ته امبولانسونه ورکړل

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) يو شمېر امبولانسونه د جوزجان او سرپل ولايتونو کورني روغتيايي مرکزونو ته ورکړي دي. دغه پروژه د اروپايي ټولنې د مالي ملاتړ په مرسته پلی شوې او موخه یې د لرې پرتو سيمو حامله ښځو ته د بيړنيو روغتيايي خدماتو ته د لاسرسي آسانتيا بلل شوې ده.
د دې ادارې په يوه اعلاميه کې راغلي، چې د امبولانسونو په وسيله د کورني روغتيا مرکزونو تجهيز، په جوزجان او سرپل کې د زېږون پر مهال خطرونو راکمولو لپاره يو مهم ګام ګڼل کېږي، هغه سيمې چې صحتمند روغتيايي مرکزونو ته د ناروغانو انتقال پکې د ستونزو سره مخ دی.
کورني روغتيايي مرکزونه، چې د افغانستان د ابتدايي روغتيايي خدمتونو له مهمو برخو دي، له ډېرو کمو امکاناتو سره په کليوالو او لرې پرتو سيمو کې فعاليت کوي. د بيړنيو انتقالاتو لپاره د وسايطو برابرولو سره هيله مندي شته چې د زېږون پر مهال د يو شمېر ښځو او نوي زيږيدلو ماشومانو ژوند وژغورل شي.
دا پرمختګ په داسې حال کې دی، چې د هېواد په ډېرو سيمو کې د روغتيايي زيربناوو د نشتوالي او همداراز د طالبانو له خوا د روغتيايي ادارو او ښځینه کارکوونکو پر فعاليت بندیزونو له امله، بيړنی روغتيايي خدمتونه له سختو ننګونو سره مخ دي.




