ټولنه‌یزمهم خبرونه

په خوست کې د ځوانانو لپاره وړيا زده کړو پروګرامونه پراخېږي

په خوست ولایت کې د یو شمېر زده‌کوونکو او محصلانو لپاره د وړيا تعلیمي او تخنیکي زده کړو پروګرامونه پيل شوي چې موخه یې د سختو اقتصادي شرایطو پر مهال د ځوانانو ملاتړ بلل شوی دی.

د دغو پروګرامونو ګډونوال د دغې فرصت هرکلی کوي او وایي، د فقر او بې‌کارۍ د پراخېدو له امله اړینه ده چې د دغو زده کړو لړۍ لا نوره هم وغځول شي، څو ډېر ځوانان وکولای شي له وړيا عمومي او مسلکي زده کړو ګټه واخلي.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت، چې د طالبانو د ادارې تر چتر لاندې فعالیت کوي، ویلي چې هڅه کوي د ګډون کوونکو شمېر له نږدې ۵۰۰ کسانو څخه زرو تنو ته ورسوي. دغه اداره ټینګار کوي چې اصلي تمرکز یې پر بې‌بضاعت او مستحقو ځوانانو دی.

اسحاق عمري، د دې ریاست د ځوانانو چارو آمر، ویلي چې دا مهال شاوخوا ۴۸۰ کسان د کمپیوټر، انګلیسي ژبې، ویناوالۍ، مدیریت او تجوید په برخو کې زده کړې ترسره کوي، او د ګډونوالو د شمېر د زیاتولو پلان هم په لاره اچول شوی دی.

بل‌خوا، یو شمېر ځوانانو او د خوست اوسېدونکو غوښتنه کړې چې د ژمي په رخصتیو کې د سالمې استفادې لپاره دې د خصوصي تعلیمي مرکزونو په همکارۍ بې‌بضاعت زده‌کوونکو ته هم د وړيا زده کړو زمینه برابره شي؛ داسې غوښتنه چې که عملي شي، کولای شي د اوسنیو تعلیمي نیمګړتیاوو یوه برخه پوره کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button