د ازادۍ جبهې د قندوز په ښار کې د طالبانو د پوستې پر ضد برید کړی

د افغانستان د ازادۍ جبهې اعلان کړی چې د جمعې ماښام، د مرغومي پر ۱۲مه يې د طالبانو د ادارې د ځواکونو پر پوستو د قندوز ښار کې برید ترسره کړی دی. د دې جبهې په وينا، د برید په پايله کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دا پېښه د طالبانو د ادارې په يوه پوسته کې، چې د «مفتي سراج» جومات ته نږدې د بندر امام صاحب په سړک کې موقعيت لري، رامنځته شوې ده. ازادۍ جبهه ویلي، برید په چريکي ډول ترسره شوی او د طالبانو ځواکونه په خپله ځای کې هدف ګرځول شوي دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د عملياتو پر مهال، د طالبانو يو پوځي موټر اور اخيستی او په بشپړ ډول سوځېدلی دی. د نورو احتمالي تلفاتو يا د سيمې د وضعيت په اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.
دا برید يوازې يوه ورځ وروسته له هغې رامنځته کېږي چې د فارياب ولايت په يوې ورته پېښې کې ازادۍ جبهې اعلان کړی و چې د طالبانو د ادارې د استيناف محکمې ودانۍ يې په راکټ هدف ګرځولې. د جبهې په وينا، په هغه برید کې څلور طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي وو.
تر اوسه د طالبانو اداره د دغو بریدونو په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی. د دغسې امنیتي پېښو زیاتوالی يو ځل بيا د امنیتي وضعیت، د ساتنې د تدابیرو د اغېزمنتيا او د روانو وسلوالو نښتو د پایلو په اړه پوښتنې را ولاړې کړې دي چې پر ملکی وګړو څه اغېز لري.




