د ایران د کار وزارت پلاوی د رسمي خبرو لپاره کابل ته راغلی

د طالبانو تر ادارې لاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې د ایران د کار، همکاریو او ټولنیزې هوساینې وزارت یو پلاوی د سید مالک حسیني په مشرۍ کابل ته راغلی او خپلې رسمي خبرې یې پیل کړي دي.
د دې اعلامیې له مخې، ټاکل شوې ده چې دغه پلاوی د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو له سرپرست عبدالمنان عمري سره د دوه اړخیزو کاري اړیکو د پراختیا، د کاري ځواک د تبادلې او د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د پرمختیا په اړه خبرې او نظریات تبادله کړي.
په دې خبرو کې د ایران مېشتو افغان کارګرانو د وضعیت او د هغوی د حقونو د خوندیتوب موضوع هم د بحثونو د اجنډا برخه ده؛ هغه موضوع چې د افغان کارګرانو د کورنیو او د کډوالو د حقونو د دفاعي بنسټونو له جدي اندېښنو څخه ده.
سره له دې، هیله کېږي چې د دې ناستو پایلې به په شفاف ډول اعلان شي او د افغان کارګرانو د حقونو د تامین لپاره، په ځانګړي ډول د هغو کسانو په برخه کې چې په خطرناکو او ټیټ معاش لرونکو برخو کې کار کوي، عملي میکانیزمونه جدي تعقیب شي.




