پخواني وکیل: د طالبانو مشر پخپله قومي تاوتریخوالي ته لمن وهي

خالد پښتون، د افغانستان د ملي شورا پخواني غړي، د طالبانو د مشر د نويو فرمانونو پر وړاندې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې که هبتالله اخندزاده رښتيا هم د وضعيت د اصلاح غوښتونکی وي، نو بايد له خپل ځان څخه يې پيل کړی وای.
د هغه په وينا، د طالبانو مشر د يووالي او اطاعت خبرې کوي، خو په عمل کې د هغه تګلارې او سیاستونه د هېواد دننه د قومي او ژبنیو حساسیتونو د زیاتېدو لامل شوي دي؛ يو داسې بهير چې د افغانستان په څو قومي ټولنه کې ژورې ټولنيزې او سياسي پایلې لري.
دغه پخواني وکيل همدارنګه ټينګار کړی چې د طالبانو د جوړښت يوه لويه برخه په عمل کې د هبتالله د فرمانونو پابنده نه ده، او د دې ادارې دننه بېلابېلې ډلې د خپلو ګټو او غوښتنو له مخې ځانته پرېکړې کوي.
د خالد پښتون دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو اداره څو ځله د مرکزي فرمانونو د صادرولو خبرې کړي دي، خو منتقدان باور لري چې د شفافيت، حسابورکونې او عادلانه مشارکت نشتوالی دغه فرمانونه يواځې سمبولیک او بېاغېزې اسناد ګرځولي دي.




