ګوټرش د امريکا برید پر وېنزویلا «خطرناکه بدعت» وبلله

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوټرش، د امريکا د متحدو ایالتونو له لوري پر وېنزویلا د برید او د دغه هېواد د ولسمشر د تښتونې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. هغه دا پېښه خطرناکه او د نړيوال نظم لپاره ګواښوونکې بللې ده.
ګوټرش له ټولو ښکېلو اړخونو وغوښتل چې د بشري حقونو او د قانون د حاکميت په بشپړ درناوي سره، يو هر اړخیزو خبرو اترو ته داخل شي. نوموړي ټینګار وکړ چې سياسي کړکېچونه بايد د قانوني او سولهیزو لارو له مخې حل شي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند، ستفان دوجاريک، د ګوټرش له قوله وويل چې دا پرمختګونه کولای شي د نړيوالو اړيکو په ترڅ کې خطرناکه بدعت وبلل شي. د ده په وينا، سرمنشي ژوره اندېښنه لري چې ښايي په دې پېښو کې د نړيوال قانون اصول او د ملګرو ملتونو منشور نه وي مراعت شوي.
د راپورونو له مخې، د امريکا متحدو ایالتونو د جمعې په ماښام وېنزویلا ته برید کړی او د دغه هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو له خپلې مېرمنې سره يوځای تښتولی دی. دا اقدام د يو شمېر هېوادونو د سخت غبرګون لامل شوی، او هغوی دا کار د ملګرو ملتونو د منشور او نړيوال قانون ښکاره سرغړونه بللې ده.




