اقتصادمهم خبرونه

له هرات څخه د ۲۲ زره ټنه تازه مېوو صادرات په تېرو نهو مياشتو کې

د هرات د ولايت مقام د مطبوعاتو رياست ويلي، چې د روان کال د تېرو نهو مياشتو په ترڅ کې له دې ولايت څخه له ۲۲ زره ټنه زياتې تازه مېوې بهرنيو هېوادونو ته صادرې شوې دي، چې ټوليزه ارزښت يې له ۱۶ ميليونه ډالرو څخه زيات اټکل شوی دی.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، که څه هم د هغو هېوادونو نومونه نه دي څرګند شوي چې دا صادرات ورته شوي، خو ويل شوي چې د هرات باغداري محصولات څو بېلابېلو هېوادونو ته لېږل شوي دي.

هرات د افغانستان لوېديځ کې يو له مهمو کرنيزو ولايتونو څخه بلل کېږي، چې تل يې د تازه مېوو په توليد او عرضه کې د پام وړ ونډه لرلې ده. د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، د مېوو د صادرت دوام به د بزګرانو د عايد په ښه کولو کې مرسته وکړي، خو دا کار د بازارونو دوامدارې لاسرسي او د ټرانزيټي اسانتياوو غوښتنه کوي.

دا شمېرې په داسې حال کې خپرېږي، چې طالبان هڅه کوي د صادراتو د زياتوالي له لارې د اقتصادي فعاليتونو د ښه والي نښه وړاندې کړي؛ خو د بازارونو د جزئياتو د نه شفافيت او د کرنې په سکټور کې د جوړښتي ستونزو دوام، لا هم د دې برخې د فعالانو د اصلي اندېښنو له جملې څخه ګڼل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button