اروپايي ديپلمات: اروپا له امريکا د پوځي نښو له امله اندېښمنه ده

يو لوړپوړي اروپايي ديپلمات په بروکسل کې خبر ورکړی چې د امريکا له خوا په ونزويلا کې پوځي اقدام او د دغه هېواد د ولسمشر تښتول، د نړيوالې ټولنې په ځانګړي ډول د اروپا لپاره يو اندېښمنوونکی پيام لري.
دغه اروپايي چارواکي د «تاس» خبري آژانس ته ويلي چې د سياسي موخو د لاسته راوړلو لپاره د زور مستقيم کارول، آن که د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د حاکميت د نقض په بيه هم وي، دا څرګندوي چې واشنګټن په ښکاره ډول له پوځي وسيلو څخه د فشار د وسيلې په توګه ګټه اخلي. د ده په وينا، دا پېغام په څرګنده توګه اروپايي پلازمېنو ته هم رسېدلی دی.
دغه ديپلمات باور لري چې د تېرو ۷۵ کلونو په موده کې دا لومړی ځل دی چې د ناټو غړي اروپايي هېوادونه ځانونه د امريکا سياسي ملګري نه، بلکې د احتمالي هدف په توګه ګوري؛ په ځانګړي ډول د واشنګټن د هغو غوښتنو په رڼا کې چې د ګرينلنډ په اړه پورته شوي دي. ده ټينګار کړی چې دا حالت په اروپا کې د امنيتي خلا رامنځته کېدو سبب شوی دی.
دغه چارواکي زياته کړې چې د دغو اندېښنو له امله، يو شمېر اروپايي هېوادونه هڅه کوي خپلې پوځي وړتياوې په خپلواکه توګه او له امريکايي امنيتي سيورې بهر پياوړې کړي.
له بلې خوا، د امريکا نظامي بريد پر ونزويلا او د دغه هېواد د ولسمشر تښتول په بېلابېلو هېوادونو کې له منفي غبرګونونو سره مخ شوی دی. يو شمېر سياسي شنونکو خبرداری ورکړی چې دا ډول اقدام کولای شي د سيمهييزو او نړيوالو کړکېچونو د زياتېدو او پراختيا لامل شي.




