اقتصادمهم خبرونه

په لغمان کې د شيدو د يوې نوې پروسس فابريکې د فعاليت پيل

د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست چارواکي وايي چې د قرغيو ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې د شيدو يوه نوې پروسس فابريکه جوړه شوې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې ده.

د دغو چارواکو په وينا، د دې فابريکې د جوړولو لګښت شاوخوا څلور ميليونه افغانۍ شوی او دا د ورځې پنځه زره ليټره شيدې د پروسس وړتيا لري.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، په دې فابريکه کې له پروسس شويو شيدو څخه بېلابېل لبني محصولات لکه پنير، کوچ، مسته او ورته نور توکي توليديږي.

چارواکي وايي، د دې فابريکې د جوړېدو موخه د سيمه‌ييزو مالدارانو ملاتړ، د شيدو د ضايعاتو راکمول او د لبنياتو د ارزښت زياتوالی په کليوالو سيمو کې رامنځته کول دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button