مهم خبرونهنړیوال

آنروا د لوېدیځې غاړې بې‌ځایه شوو ماشومانو ته بیړنی تعلیمي پروګرام پیل کړی

د ملګرو ملتونو د فلسطين د کډوالو د مرستو او کارونو اداره (آنروا) اعلان کړی چې له ۱۲ زرو ډېر ماشومان په اشغال شوې لوېدیځې غاړه کې لا هم په زور له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

دغه اداره وايي، د اسرائيلو د پوځي عملیاتو له کبله چې «د اوسپنې دېوال» په نوم پېژندل کېږي او د لوېدیځې غاړې په شمالي برخه کې ترسره شوي، له فبرورۍ ۲۰۲۵ راهيسې یې د بې‌ځایه شوو ماشومانو لپاره یو بیړنی تعلیمي پروګرام پيل کړی دی.

آنروا وايي، دا پروګرام د دې لپاره طرحه شوی چې د بې‌ځایه شوو زده‌کوونکو د زده‌کړو دوام وساتل شي او په دې کې د موقتي تعلیمي ځایونو جوړول، انلاين زده‌کړې، د ځان‌زده موادو وېشل او رواني ـ ټولنیز ملاتړ شامل دی.

آنروا ټینګار کړی چې شاوخوا ۴۸ زره ماشومان په اشغال شوې لوېدیځې غاړه کې په دغې ادارې پورې اړوندو ښوونځیو کې زده‌کړې کوي، خو دوامدارې نښتې او پوځي عملیات د زده‌کړې خوندي او پایدار لاسرسي ته جدي ستونزې جوړوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button