سياستمهم خبرونه

خلیل‌زاد د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د منځګړیتوب د دوام غوښتنه وکړه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیل‌زاد، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د خبرو اترو د ناکامۍ له امله اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې چې د ترکیې او قطر په مشرۍ دې د دواړو هېوادونو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې دوام ومومي.

خلیل‌زاد د دغه بهیر د دوام پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې پاکستان هغو کسانو ته ځای ورکړی چې د طالبانو د ادارې مخالفین دي، چې دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې‌باورۍ او کړکېچ یو له اصلي لاملونو څخه بلل کېږي او دا وضعیت نړیوالو ته هم روښانه دی.

نوموړي له د ترکیې او قطر حکومتونو غوښتي چې دواړه خواوې دې دې ته وهڅوي چې یو اصل ومني: د یو بل له خاورې د امنیت پر ضد کار نه شي کېدلای، تخطۍ دې په دقیقه توګه تعریف شي او یو باوري نظارتي چوکاټ دې رامنځته شي.

خلیل‌زاد زیاته کړې، که څه هم دې ډول توافق ته رسېدل ستونزمن دي، خو دا یو ضروري ګام دی. د هغه په باور، پاکستان باید واقع‌بینانه لیدلوری ولري او طالبان باید د سولې د ټینګښت او د کړکېچونو د کمولو لپاره همکاري وکړي.

دا مهال د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې له سختو او پیچلو مرحلو څخه تېرېږي؛ د پوله‌ییزو بریدونو، د وسلوالو ډلو د شتون او د امنیتي همکاریو د نه روڼتیا له کبله دغه اړیکې له جدي ستونزو سره مخ دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button