ټولنه‌یزمهم خبرونه

په سمنګان کې د معیاري ورزشي اوبو مجتمع پرانستل شو

د سمنګان ولايت سيمه‌ييز چارواکي وايي چې د دغه ولايت په مرکز کې يو معیاري ورزشي اوبو مجتمع ګټې اخيستنې ته وسپارل شو، چې د جوړېدو لګښت يې له ۳۵ ميليونه افغانيو زيات دی. دا پروژه د ايبک ښاروالۍ د انکشافي بوديجې له لارې تمويل شوې او د څو کلونو د ځنډ وروسته بشپړه شوې ده.

مفتی ذبيح‌الله صیقل، د ايبک ښاروالۍ د حکومتدارۍ عمومي مدير، ويلي چې دغه پروژه په ۱۳۹۹ کال کې د ۳۵ ميليونه او ۷۹۱ زره او ۹۲۰ افغانيو په ارزښت قرارداد شوې وه، خو د ۳۰ سلنه کار له بشپړېدو وروسته د نامعلومو دلايلو له امله متوقفه شوې وه. د ده په وینا، د پروژې پاتې ۷۰ سلنه کار په ۱۴۰۳ کال کې د ولايت مقام او ښاروالۍ د هڅو په نتيجه کې بيرته پيل او بشپړ شوی دی.

د چارواکو په وينا، دغه مجتمع شاوخوا ۱۳۰۰ متره مربع زيربنا لري او پکې وچ او بخار سونا، د اوبو د لوبو حوض، د تاوده او يخو اوبو جکوزي، ورزشي جم، دوش خونې، مجهز تشنابونه او د جامو بدلولو خونې شاملې دي.

په همدې حال کې، مولوي جان‌محمد محمدي، د سمنګان د ولايتي ادارې د کارکوونکو چارو آمر، د دغې پروژې پرانيسته په دغه ولايت کې د مثبتو بدلونونو نښه بللې او ویلي یې دي چې په راتلونکي کې به نورې سترې بنسټیزې پروژې هم پلي شي. همدارنګه، قاري عبدالبصیر حکیمي، د ګذر د وکیلانو په استازيتوب، دا پروژه د ایبک ښاروالۍ له مهمو لاسته راوړنو ګڼلې او ويلي يې دي، چې د دغه مرکز په جوړېدو سره د ښار د اوسېدونکو، په ځانګړي ډول د ځوانانو، د صحت او ورزش اړتياوې پوره شوې دي.

خو يو شمېر اوسېدونکي ټينګار کوي، چې د دا ډول پروژو دوام او د هغوی د پلي کېدو روڼ څارنه، د اوږدمهاله ځنډونو د مخنيوي او د ښار بوديجو د مؤثرې کارونې لپاره، د طالبانو تر ادارې لاندې د سيمه‌ييزو جوړښتونو يوه جدي اړتيا ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button