په ترکیه کې ۳۲ افغان مهاجران د فاضلاب په ټانکر کې نیول شوي

د ترکیې رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد پولیسو د دیاربکر ولایت په یوې عملیاتې کې ۳۲ افغان مهاجران نیولي، چې د فاضلاب د یوه ټانکر دننه پټ شوي وو.
د راپورونو له مخې، دا عملیات د جمعې په ورځ د مهاجرو د قاچاق او سرحدي بندرونو د مبارزې ریاست لهخوا ترسره شو. پولیسو وروسته له هغه چې یو مشکوک ټرېلر او ورسره نښلول شوی ټانکر درولی، دغه کسان وموندل چې په غیرانساني شرایطو کې یې انتقالېدل.
نیول شوي مهاجران د طبي معایناتو له ترسره کېدو وروسته د بهرنیو وګړو د ایستلو مرکزونو ته انتقال شوي دي. همدارنګه ویل شوي چې د انسان قاچاق د تنظیم په تور پنځه نور کسان هم نیول شوي دي.
یوه افغان مهاجر چې په ترکیه کې مېشت دی، وایي زرګونه افغان مهاجران په کمپونو کې د ناڅرګند وضعیت سره مخ دي او ځینې یې د شدیدې یخنۍ له امله د پولو په تېرېدو کې ژوند له لاسه ورکړی؛ هغه خبره چې جدي بشردوستانه اندېښنې راپاروي.
د ترکیې د مهاجرت ریاست د پخواني اعلان له مخې، تېر کال له ۴۲ زرو زیات بېسند افغان مهاجر په دې هېواد کې نیول شوي دي. دا شمېر افغانان د ترکیې د نیول شویو مهاجرانو تر ټولو لویه ډله ګرځوي.
کارپوهان وايي پراخه بېکاري، فقر او د روښانه اقتصادي راتلونکي نشتوالی ډېر ځوانان دې ته اړ کړي چې له نا منظمهو لارو هېواد پرېږدي. دغه وضعیت د طالبانو د ادارې پر کړنو نیوکې زیاتې کړې دي، ځکه سره له دې چې څو کاله تېر شوي، لا هم د کار، ژوند او ټولنیزې ملاتړ اغېزمنې لارې نه دي برابرې شوې.
د مهاجرت د چارو یو کارپوه ټینګار کوي چې د افغانستان واکمن چارواکي باید د نړیوالو ادارو په همکاري د استوګنې، کار فرصتونو او دوامداره معیشت د رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه واخلي؛ که نه نو د خطرناکو مهاجرتونو لړۍ به دوام وکړی.
په همدې حال کې، د افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي وو چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې څخه له یو میلیون او ۸۲۱ زرو زیات کسان هېواد ته راستانه شوي دي.




