سياستمهم خبرونه

خلیل‌زاد: د تروریزم پر ضد مبارزه د دوحې تړون نه بېلېدونکی برخه ده

زلمی خلیل‌زاد، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ټينګار کړی چې د تروریزم پر ضد مبارزه د دوحې تړون له بنسټیزو ستنو څخه ده او د دې تړون له مخې، افغانستان بايد د هغو حملو د پلان جوړولو يا ترسره کولو مرکز نه‌شي چې د امریکا او د هغې د متحدینو پر ضد وي.

نوموړي د طلوع‌نیوز سره په خبرو کې ویلي چې د طالبانو د ادارې له‌خوا د داعش ضد همکارۍ په اړه د امریکايي چارواکو د خوشحالۍ څرګندونې یې اورېدلې دي؛ هغه ګواښ چې د واشنګټن له نظره د اوسني وخت تر ټولو جدي امنیتي ننګونه بلل کېږي.

خلیل‌زاد زیاته کړې چې د القاعده مشر ایمن‌الظواهري وژل په افغانستان کې د دې بهیر لپاره یوه ستونزه رامنځته کړه، خو د ده په وینا، تر دې پېښې وروسته امریکايي چارواکو د طالبانو ادارې همکاري د داعش پر ضد او د دوحې تړون د امنیتي برخو په عملي کېدو کې “مثبته” ارزولې ده. هغه ټينګار کړی چې د داعش پر وړاندې مبارزه هم د امریکا او هم د طالبانو لپاره بنسټیز اهمیت لري.

د امریکا پخواني استازي همدارنګه ویلي چې امریکا د خپل دفاع، معلوماتو راټولولو او د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره د افغانستان په فضا کې استخباراتي او څارنیزې الوتنې ترسره کوي؛ هغه اقدام چې د ده په وینا، د واشنګټن د امنیتي اندېښنو له مخې ترسره کېږي.

هغه څرګنده کړې چې د امریکا تخنیکي او استخباراتي وړتیاوې اوس تر هغه کچې رسېدلې دي چې که دا وړتیاوې د سپتمبر تر ۱۱مې مخکې موجودې وای، ښايي هغه بریدونه نه وای شوي.

په ورته وخت کې، د سیاسي چارو کارپوه رمضان بشردوست ویلي چې امریکا، که پرېکړه وکړي، د ۱۲۰ څخه زیات هېوادونو فضایي حریم ته د ننوتلو او له هر عملیات وروسته د خوندي بېرته ستنېدو توان لري.

خلیل‌زاد د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د سیمې وضعیت ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې په پاکستان کې د داعش د عناصرو شتون شک نه‌لري. هغه ټينګار کړی چې افغانستان او پاکستان باید مسئولانه چلند وکړي او اجازه ورنه‌کړي چې داسې ډله‌ګانې چې د ګاونډیانو لپاره ګواښ ګڼل کېږي، د دوی له خاورو فعالیت وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې که څه هم په افغانستان کې داسې لیدلوري شته چې پاکستان د دغو ډلو ملاتړ ته تورنوي، خو د ده په باور، د دې ستونزې حل یوازې په دیپلوماسۍ او دوه‌جانبه همکارۍ کې نغشتی دی.

خلیل‌زاد همدارنګه ویلي چې د بگرام هوايي اډې موضوع د کابل او واشنګټن تر منځ د خبرو او مشورو له لارې حل کېدلای شي؛ دا موضوع لا هم د دواړو خواوو تر منځ د حساسو مسایلو له ډلې شميرل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button