اقتصادمهم خبرونه

برشنا: د جنوبي ولایتونو برېښنا د اوبو د کمښت سره سره برابره شوې ده

د افغانستان د برېښنا شرکت (برشنا) ویلي چې سره له دې چې د اوبو سرچینې د اقلیم بدلون له امله په پام وړ ډول کمې شوې دي، توانېدلی دی چې د هېواد د جنوبي ولایتونو برېښنا په نسبي او منظم ډول برابر کړي. دا شرکت وايي چې د کجکي بند او بدیلو سرچینو له لارې تولید شوې برېښنا د کندهار او هلمند ځینې برخې تر پوښښ لاندې راوستې دي.

د برشنا د چارواکو په وینا، د ۱۴۰۲ کال د قوس په میاشت کې نږدې ۱۵ زره میګاواټه ساعت برېښنا د کجکي له برېښنا بند څخه تولید شوې او ملي شبکې ته نښلول شوې ده. دغه اندازه انرژي د کندهار او هلمند ولایتونو یو شمېر سیمې تغذیه کړې او د دې سیمو له بشپړ بريښنا پرېکون څخه یې مخنیوی کړی دی.

برشنا زیاتوي چې د اوبو د برېښنا ترڅنګ، نږدې ۱۰ زره میګاواټه ساعت انرژي له لمريني او حرارتي سرچینو څخه هم تولید شوې ده. د دې شرکت عملیاتي مشر، صفی‌الله احمدزي ویلي چې یوازې له لمرينو سرچینو څخه شاوخوا ۴ زره او ۶۰۰ میګاواټه ساعت برېښنا سیسټم ته ورګډه شوې چې د کمښتونو په راکمولو کې یې مهم رول لوبولی دی.

د برشنا د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال لپاره نږدې ۱۴ میلیونه لیتره ډیزلي تېل د جنوبي ولایتونو د برېښنا د تولید لپاره ځانګړي شوي دي، چې دا کار د کجکي بند د تولید د کمېدو او د اوبو د کموالي پر مهال د بدیل حل په توګه ترسره کېږي.

د برشنا عملیاتي مشر ټینګار کړی چې تر اوسه د کندهار او هلمند برېښنا په بشپړ ډول نه ده پرې شوې، او دغه شرکت د لازمو تدابیرو په نیولو سره د پراخې تیارو مخه نیولې ده. نوموړي دا هم ویلي چې د تېر کال پرتله د اوبو سطحه نږدې ۵۰ سلنه راټیټه شوې چې دا د اقلیم بدلون مستقیمه پایله ده او پر برېښنا تولید یې اغېزه کړې ده.

په همدې حال کې، برشنا د ۲۲۰ کیلوولټه انتقال د لین د غزني تر کندهار د پروژې د پرمختګ خبر هم ورکړی او ویلي یې دي چې د اړوندو سب سټېشنونو د جوړولو کار له ۹۰ سلنې ډېر بشپړ شوی دی. د چارواکو په وینا، د دې پروژې له بشپړېدو سره به د وارداتي برېښنا د انتقال زمینه جنوبي ولایتونو ته برابره شي.

سره له دې، د برېښنا کمبود لا هم د هېواد له اساسي ستونزو څخه ګڼل کېږي. یو شمېر اقتصادي کارپوهان وايي چې تر څو په کورني انرژي تولید کې دوامداره پانګونه و نه شي، په برېښنا برخه کې ځان بسیا توب ناشونی دی.

محمدنبي افغان، یو اقتصادي کارپوه، ویلي چې افغانستان په اوبیزه، لمریزې او بادي برېښنا کې ښه ظرفیتونه لري، خو د طالبانو اداره باید د پانګه‌والو لپاره یوه روښانه او تضمین کوونکې ستراتیژي جوړه کړي تر څو په دې برخو کې د خوندي پانګونې زمینه برابره شي.

د برشنا د معلوماتو پر بنسټ، د جنوبي ولایتونو برېښنا اوسمهال په منځنۍ توګه په هره شپه او ورځ کې تر ۱۸ ساعتونو پورې برابریږي، چې ۱۲ ساعته یې د صنعتي پارکونو لپاره ځانګړي شوي، او ورپسې د استوګنې، سوداګریزو او عامه سیمو ته وېشل کیږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button