مهم خبرونهنړیوال

د امريکا لوی څارنوال: مادورو او د هغه مېرمن له عدلي تعقیب او سختو سزاګانو سره مخ دي

د امريکا د متحدو ايالتونو لوی څارنوال وايي چې د ونزوېلا ولسمشر نیکلاس مادورو او د هغه مېرمن سيليا فلورېس د نيويارک جنوبي عدلي صلاحيت تر پوښښ لاندې تعقیب شوي او د هغوی دوسيه به د امريکا محاکمو ته وسپارل شي.

پامېلا بونډي، د امريکا لوی څارنوال، مادورو او د هغه مېرمن پر دې تورنه کړې چې د نشه يي توکو په قاچاق او له ترهګرۍ سره اړوندو فعاليتونو کې لاس لري او ويلي يې دي چې دا قضیې به تر ټولو سختې سزاګانې ولري. نوموړې ټينګار کړی چې د دې موضوع عدلي څېړنه به د امريکايي عدلي نظام په چوکاټ کې ترسره شي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د ونزوېلا چارواکو د خپل ولسمشر د “تښتونې” خبره کړې او دا يې د نړيوال قانون ښکاره سرغړونه بللې ده. د ونزوېلا لوی څارنوال طارق صعب دغه اقدام غندلی او د مادورو د فوري خوشې کېدو غوښتنه يې کړې ده.

صعب د ۲۰۰۲ کال د اپرېل پېښو ته په اشارې سره چې پکې هوګو چاوز لنډ مهال بندي شوی و، هغه وخت يې د ونزوېلا په سياسي تاريخ کې يو برخليک ټاکونکی پړاو ياد کړی او له دولتي او عدلي ادارو يې غوښتي چې د امريکا په عملياتو کې د بشري حقونو د سرغړونو پېښې مستندسازي کړي.

د ونزوېلا لوی څارنوال همداراز له ملګرو ملتونو او نړيوالو بشري حقونو ادارو غوښتنه کړې چې د ده په وينا، له دې اقدام سره په مخالفت کې غبرګون وښيي. د کاراکاس چارواکي باور لري چې د واشنګټن موخه د ونزوېلا تسلط کمزوری کول او د دې هېواد پر تېلو زېرمو واک ترلاسه کول دي.

په همدې مهال، يو شمېر هېوادونو اعلان کړی چې د امريکا اقدام د يو غړي هېواد پر ځمکنۍ واکمنۍ، خپلواکۍ او ارضي تماميت تېری ګڼي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button