مهم خبرونهنړیوال

په جنوبي لبنان کې د ملګرو ملتونو د سولې ساتونکو پر ګزمو ډزې شوې

د ملګرو ملتونو د سولې ساتونکو ځواکونه (یونیفل) وايي چې د جمعې په ورځ د لبنان په جنوبي سیمه کفرشوبا کې د دې ځواکونو دوه ګزمه ډلې د ډزو هدف ګرځېدلې دي. دا پېښه، سره له دې چې شدیده وه، خو کوم بشري تلفات يا مالي زیان يې نه‌درلود.

د یونیفل د معلوماتو له مخې، په لومړۍ پېښه کې شاوخوا ۱۵ مرمۍ د سپکو وسلو له واټن نه کم تر ۵۰ مترو څخه د یوې ګزمې پر لور وویشتل شوې. له شلو دقیقو نه لږ وخت وروسته، دوهمه ګزمه په همدې سیمه کې د درنو وسلو نژدې ۱۰۰ ډزو سره مخ شوه.

یونیفل احتمال ورکړی چې د دې ډزو سرچینه ښايي د اسرایيلو پوځ لوري ته، د «آبي کرښې» سویل ته، وي؛ هغه کرښه چې د ملګرو ملتونو له لوري د لبنان او اسرایيلو تر منځ سرحد بلل کېږي. دغه ځواکونه وايي چې د خپلو رسمي اړیکو له لارو یې د دې عمل د سمدستي درولو غوښتنه کړې ده.

د یونیفل په وینا، د اسرایيلو پوځ له وړاندې د سولې ساتونکو د ګزمو له حضور او فعالیت څخه په دغو حساسو سیمو خبر و. یونیفل د دې ډول پېښو د تکرار په اړه اندېښنه څرګنده کړې او دا یې د اندېښنې وړ حالت بللی، په ټینګار سره یې زیاته کړې چې هر ډول حمله پر سولې ساتونکو یا د هغوی پر شاوخوا سیمو، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۷۰۱ پرېکړه‌لیک جدي سرغړونه ګڼل کېږي.

یونیفل یو ځل بیا له د اسرایيلو له پوځ څخه غوښتي چې تهاجمي چلند او بریدونه پر سولې ساتونکو ځواکونو بند کړي او خپلو ژمنو ته د “آبي کرښې” په اوږدو کې د سولې او ثبات د ساتنې لپاره وفادار پاتې شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button