د ملګرو ملتونو اندېښنه د اسراییلو له خوا د مرستندویو ادارو د فعالیتونو ځنډېدو په اړه

ملګرو ملتونو د اسراییلي رژیم د تازه پرېکړې په اړه چې د غزې په سیمه کې د یو شمېر نړیوالو غیردولتي ادارو فعالیتونه ځنډوي، ژوره اندېښنه څرګنده کړې او دغه اقدام یې د بشري مرستو لپاره مستقیمه ګواښ بللی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، ستېفان دوجاریک، ویلي چې دا پرېکړه د پخوانیو محدودیتونو په دوام کې شوې او د خوراکي او درملیزو مرستو د رسېدو بهیر یې ځنډولی دی. د ده په وینا، که دا حالت دوام وکړي، د ملکي اوسېدونکو بشري وضعیت به لا پسې خراب شي.
دوجاریک خبرداری ورکړی چې د مرستندویو ادارو د فعالیتونو ځنډ به د فلسطینیانو بشري کړکېچ زیات کړي او د غزې د اوربند په ترڅ کې ترلاسه شوې نازکې لاسته راوړنې له جدي خطر سره مخ کړي. ده ټینګار وکړ چې دغه ادارې د بشردوستانه ماموریتونو په ترسره کولو کې مهم رول لري.
په عین وخت کې، ۵۳ نړیوالو غیردولتي سازمانونو — چې پکې د عفو نړیوال سازمان، بېپولو ډاکټران او اکسفام شامل دي — په یوې ګډې اعلامیې کې د دې پرېکړې د بشري پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د جوازونو لغوه کول به د مرستندویو هڅو بهیر سخت ګډوډ کړي.
د دې اعلامیې له مخې، ۳۷ نړیوالو سازمانونو ته د دسمبر پر ۳۰مه رسمي خبرتیا ورکړل شوې چې د هغوی د فعالیت ثبت پای ته رسېدلی او د مقرراتو له مخې یوازې شپېته ورځې وخت لري چې خپل فعالیتونه په غزه او د لوېدیځې غاړې په ګډون د ختیځ بیتالمقدس کې بند کړي.
دا پېښې وروسته له هغې رامنځته شوې چې د اسراییلي رژیم کابینې د یو شمېر نړیوالو ادارو د فعالیت جوازونو لغوه کولو بهیر پیل کړ او دلیل یې د قانوني ثبت د شرایطو نه پوره کېدل بللي دي — یوه پرېکړه چې د بشري حقونو د ډلو په اند، د انساندوستانه فعالیتونو پر وړاندې فشار زیاتوي.




